د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایتالله بدري له یوه کورني شرکت سره د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دغه کان چې ۱۱.۲۷ هکټاره مساحت لري، د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په پانګونې د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، د لاسلیک شوي تړون له مخې به قراردادي شرکت په هېواد کې د باریت د پروسس یوه کارخونه جوړه کړي او ۳۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

