ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د افغانستان او ایران سفیرانو د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي

په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن هلته د ایران له سفیر کاظم جلالي سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

 مسکو کې د افغان سفارت ویلي، په دې لیدنه کې دغه‌راز د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، روغتیايي او کلتوري همکاریو د لا پراختیا په اړه هم بحث اوخبرې شوې دي.

یاد سفارت زیاته کړې، چې همدارنګه ښاغلي حسن او جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کونسلي همکاریو او د تګ راتګ برخه کې د اسانتیاوو د لا ښه کېدو په اړه هم خبرې کړې او د دواړو سفارتونو ترمنځ یې پر همغږۍ او دوامداره اړیکو ټینګار کړی دی.