ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو پینځو ورځو کې نږدې ۴۰ زره کسان د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي

د کندهار سيمه ييز مسولين وايي؛ چې په تېرو پینځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي، د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو امریت کې ثبت او راجسټر شوي دي.
د مسولينو د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه، د کډوالو نړیوال سازمان IOM ته معرفي شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نقدي مرسته هم شوې ده.
د خپاره شویو شمېرنو له مخې؛ په وروستيو څو ورځو کې، څه د پاسه ۳۰۰ زره هېوادوال د تورخم او سپين بولدک له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.