د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د زمري ۲۴مې (له شل کلن امریکايي اشغال) څخه د هېواد د خپلواکۍ د پنځمې کالېزې پر مناسبت، د مرکز لښکرګاه په ګډون په بهرامچې، سنګین، نوزاد، ګرشک، ګرمسېر او کجکي ولسوالیو کې پر بېلابېلو ځایونو د ویاړ شعارونه ولیکل شول.
د یادو شعارونو د لیکلو چارې په ولسوالیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوندو مدیریتونو له لوري پر مخ یووړل شوې، چې موخه یې د خپلواکۍ د ارزښت او اهمیت په اړه د ولسي پوهاوي لوړول او د دې تاریخي ویاړ د ورځي یاد تازه کول دي.
په لیکل شویو شعارونو کي د زمري ۲۴مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه یاده شوې او د دې تاریخي ورځې د ارزښت ترڅنګ پکې د خپلواکۍ، عزت او ثبات ویاړ پیغامونه ځای پر ځای شوي دي، د دېوالونو پر مخ لیکل شوي شعارونه د سیمو اوسېدونکو او تېرېدونکو لپاره د خپلواکۍ د تاریخي ارزښت یو څرګند انځور بلل کېږي.
د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ویلي؛ چې د زمري ۲۴مه د افغان ولس په تاریخ کې یوه له مهمو او ویاړلو ورځو څخه ده، ځکه دا هغه ورځ ده چې افغان ولس یو ځل بیا د خپلواکۍ او آزادۍ اسلامي بیرغ پورته کړ.
نوموړي زیاته کړې، د دې ورځي یاد تازه کول او د خپلواکۍ د ارزښتونو په اړه نوي نسل ته معلومات ورکول د ټولو مسولیت دی، ترڅو راتلونکي نسلونه د خپلو اسلافو قربانۍ، مبارزې او د خپلواکۍ ارزښت له یاده ونه باسي.
حافظ عبدالباري ویلي، چي د بهرامچې ولسوالۍ په هغه څلورلارې کې هم د خپلواکۍ په مناسبت د ویاړ شعارونه ولیکل شول، کومه سیمه چې په تېرو کلونو کي د پاکستاني رژیم تر واک لاندې وه او د پاکستان بیرغ پکي ځوړند وو، پر همدې ځای د خپلواکۍ او ویاړ شعارونه لیکل کېدل، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د هېواد د خپلواکۍ او عمومي حاکمیت ځانګړی تاریخي او معنوي ارزښت څرګندوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مجاهدينو د اشغالګرو په وړاندې له ۲۰ کلنې قربانۍ او مبارزې وروسته بلاخره نږدې پنځه کاله وړاندې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د زمري په ۲۴ مه اشغالګر، د هغوی متحدين او داخلي ګوډاګیان له سختې ماتې سره مخ کړل او د افغانستان پر پلازمېنې مرکز کابل یې د عظیمې فتحې د ویاړ سمبول سپین محمدي بیرغ رپاند کړ.

