د خوست ولایت یو بزګر، چې له څو کلونو راهیسې د کیلې په کرنه بوخت دی، وایي چې د کیلې بوټی په دغه ولایت کې په ښه ډول وده کوي او د لومړیو کلونو په پرتله یې د حاصلاتو کچه او د بوټو شمېر زیات شوی دی.
نوموړی بزګر وایي، د کیلې بوټی د ودې په لومړیو پړاوونو کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري، خو د مناسبې اوبولګونې او لازمې پاملرنې په صورت کې کولی شي په خوست کې ښه حاصل ورکړي.
د ده په وینا، که د کیلې کرنې ته لا ډېره پاملرنه وشي او بزګرانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي، خوست کولای شي په دې برخه کې د پام وړ تولید ولري او تر یوه بریده د کیلې له وارداتو بېنیازه شي.
نوموړی زیاتوي، د کیلې د کرنې پراختیا به نه یوازې د سیمې د بزګرانو عواید زیات کړي، بلکې د خوست د مېوهلرونکو محصولاتو تنوع به هم پراخه او د ولایت کرنیز ظرفیت به لا پیاوړی کړي.
بلخوا، د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د نویو مېوهلرونکو بوټو د ترویج او پراختیا په برخه کې د بزګرانو د هڅو ملاتړ کوي او چمتو دي چې د اړتیا له مخې ورته تخنیکي مشورې او اړینې مرستې وړاندې کړي.
د کرنې ریاست په وینا، د داسې نوښتونو پراختیا کولای شي د خوست د کرنیز سکتور په پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

