د کرېکټ اسیایي شورا د ۱۹کلنو کمعمره لوبغاړو اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان کړ، چې له مخې به یې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.
دغه سیالۍ به د روان کال ډيسمبر میاشتې په اتمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې، د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې روانې وي.
افغان نولس کلنو کمعمره کرېکټ ملي لوبډله به په A ګروپ کې د هندوستان، پاکستان او نیپال لوبډلو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې خپله لومړۍ سیالۍ به د ډيسمبر په ۸ نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.