ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي د غزې د جګړې په اړه د دوه مهمو ناستو کوربتوب کوي

د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالېح په سنګاپور کې د بلومیورګ اقتصادي فورم ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې روانه اونۍ به ریاض د غزې د کړکېچ په اړه د اسلامي او افریقايي هېوادونو د استازو او مشرانو ترمنځ د دوه بېلابېلو ناستو کوربه وي.

نوموړي ویلي، چې دغو ناستو کې به د غزې د کړکېچ پر هواري او هلته د بشري ناورین له پراخېدو څخه د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشي.

دغه راز د غزې د جګړې په اړه د جاپان ټوکیو ښار هم د جي اوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وو.

همدارنګه وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغې جګړې، اوربند او هلته د روان بشري ناورین د مخنیوي پر څرنګوالي تر بندو دروازو ناسته وکړه.

غزه کې د روانې جګړې د درول کېدو غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې اسرایلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا د غزې بېلابېلې برخو بمبار کړي او ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.