ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له چابهار بندر څخه د ملا عبدالغني برادر اخوند لیدنه؛ له دې لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار کړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن پنجشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه.

محترم ملا صاحب د دغه لیدنې پر مهال د چابهار بندر له مسولینو سره لیدنه وکړه او د دې بندر له لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له ایراني لوري وغوښتل، چې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي، تر څو له دې لارې خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.

ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او همدارنګه د دې بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتېدو په اړه محترم ملا صاحب ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.

له چابهار بندر سره د نښلېدو په صورت کې به افغانستان د هند، چین او پر دې سربېره د اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي او په دې سره د افغانستان او نړۍ اړیکې لا پياوړې او نږدې شي.

یاد بندر د مرکزي اسیا هېوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره چې په وچه پورې تړلی هېواد دی، ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.

چابهار بندر د افغانستان لپاره د بندر عباس په پرتله لسګونه کیلومتره او د کراچۍ بندر په پرتله بیا سلګونه کیلومتره لنډ دی، چې له دې لارې به د صادراتو په لګښت او وخت کې په بې ساري ډول کموالی راشي.

چابهار بندر په جغرافیوي لحاظ په یو ستراتیژیک موقعیت کې جوړ شوی، چې له دې لارې افغانستان نوي سوداګریز او ترانزیټي ملګري پيدا کولای شي.

دغه‌رزا په لږ وخت او لږ مصرف سره به له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي.