د نورستان ولایت د شیخو او دیني علماوو یوه پلاوي، د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.
دواړو لورو، د یاد ولایت د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په ګډون، د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو د کمښت په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
دغه راز یاد پلاوي، د نورستان ولایت له ښوونیزو خدمتونو څخه بېبرخو سیمو ته په اشارې ویلي؛ له بده مرغه په تېرو ۲۰ کلونو کې د یاد ولایت د پوهنې برخې ته په ځانګړې توګه د دیني زده کړو د ودې او پرمختګ په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په دغه ولایت کې یې د ښوونیزو ستونزو د حل په موخه، یو لړ وړاندیزونه او نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست د نورستان ولایت د دیني علماوو د راتګ هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ د پوهنې وزارت مشرتابه خپلو درنو ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد په ټولو برخو کې له هر ډول اړیکو پرته به متوازن او متعادل ښوونیز خدمات وړاندې کوي او د پوهنې وزارت ژمن دی، تر څو د هېواد د نوي نسل د روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لاپسې زیاتې کړي.
مولوي حبیب الله اغا د نورستان ولایت د علماوو له پلاوي سره ژمنه کړې، چې په نیږدې راتلونکي کې به د یاد ولایت د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه، دغه ولایت ته رسمي سفر وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست د علماوو ستونزې او نظریات اوریدلي او د حل په موخه یې مسولینو ته لازمې لارښوونې کړي.