د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د دوی ستونزو ته د رسېدو په موخه د پکتیا ولایت د ډنډپټان په ګمرک کې د ۴۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو پرانېسته وکړه.
په یادو پروژو کې د ډنډپټان په ګمرک کې د دوه بابه هنګرونو جوړېدل، د ګمرک د اړوندي ساحې هموار کاري، د یاد ګمرک د احاطې او استنادي دیوالونو جوړېدل شامل دي.
د یادو پروژو چارې يې د ګمرکونو لوی ریاست د ملاتړ او پراختیا رییس محمد موسی عمر په مشرۍ له مرکز څخه د تللي پلاوي، د پکتیا ولایت امنيه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص، د ولایت استازي قاضي ثواب جان اسلام يار، د اطلاعات او کلتور ریيس، د دندپټان ولسوال او امنیه قوماندان او د ډنډپټان کمیسار له لوري په رسمي ډول پیل شوې.
د دغو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي او چاري به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي، چې له دې سره به سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو تر څنګ د یاد ګمرک چارې لا چټکې او کارکوونکو ته به ئې هم اسانتیاوې رامنځته شي.