د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې ورستیو کې شکایتونه ترلاسه کړي، چې په ډاګه کوي د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه له ګاونډیو هېوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر او د مهاجرینو له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د کرایې او کمېشن په برخه کې له هغوی څخه په اخاذۍ لاس پورې کوي.
د عدلیې وزارت له یاد وزارت څخه د فعالیت جواز درلودونکو د معاملاتو د لارښوونو له ټولو دفترونو څخه غواړي له راستنیدونکو سره چې ګڼ شمېر بې وزله دي، د جایدادونو د کرایې ورکولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو په خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف له کمېشن اخیستلو څخه ډډه وکړي.
د دغه ډول سرغړونو د لیدلو په صورت کې به د عدلیې وزارت له سرغړونکو سره اصولي چلند وکړي.
دغه راز موږ له خپلو هغو هېوادوالو څخه چې خپل جایدادونه په کرایې ورکوي هیله کوو، چې له راستنیدونکو کډوالو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبې بيې په کرايې ورکړي، ترڅو خپل ایماني او وجداني مسولیت ادا کړي.
هېوادوال کولی شي د معاملاتو د لارښوونو دفترونو د سرغړونو د لیدو په صورت کې د لاندنیو اړیکو شمېرو له لارې د عدليې وزارت ته خبر ورکړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸ او ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰