ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog

د پېښو پر مهال د بشري مرستو او همکاریو د پراختیا په اړه د افغانستان او اوزبیکستان د چارواکو خبرې

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر آیبک عثمانوف او د یاد هېواد د سفارت له اقتصادي او سیاسي مرستیال بهادر سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې د بشري مرستو، د طبیعي پېښو د مدیریت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

ملا نورالدین ترابي د اوزبیکستان له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې د طبیعي پېښو کچه لوړه شوې او د خلکو اړتیاوې هم زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره د زیانمنو شویو کسانو لپاره د مرستو د تنظیم، ترلاسه کولو او وېش مسوولیت لري او ټولې مرستې په شفاف او منظم ډول مستحقینو ته رسېږي.

بل‌خوا، د اوزبیکستان سفیر آیبک عثمانوف ویلي، چې هېواد یې د سختو شرایطو او طبیعي پېښو پر مهال د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوزبیکستان چمتو دی د طبیعي پېښو پر مهال له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ لا پراخې کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د دوستانه اړیکو او ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

د ملا عبدالحق همکار او د ایران سفیر لیدنه؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د برېښنايي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي سره په لیدنه کې د برېښنا انرژۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پر طرحې، د بیا نوې کېدونکې انرژۍ پر پراختیا، د پانګونې پر فرصتونو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

ملا عبدالحق همکار ویلي، افغانستان د انرژۍ سکتور کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.

نوموړي همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د غځولو پر اهمیت ټینګار کړی، څو په راتلونکي کې د انرژۍ د تبادلې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

بل‌خوا، په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي، سوداګریزې او د انرژۍ اړوند اړیکې لا پراخې کړي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.

د ایران سفیر همداراز د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرابیوي ربیس څخه غوښتي، چې ایران ته سفر وکړي، ترڅو د ګډو همکاریو په تړاو تخنیکي بحثونه او اړین اقدامات پر وخت ترسره شي.

د ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د بدخشان له قیمتي لاجورد څخه جوړه شوې ډالۍ د ایران سفیر ته ورکړل شوه او دواړو لوریو د دوامداره ناستو او نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ

کرېکټ؛ بست زون د ملي شل اوریز جام اتلولي وګټله

ملي شل اوریز جام، چې د روانې غويي/ثور میاشتې پر ۱۰مه نېټه د بست، مس‌عینک، امو، سپین‌غر او بندامیر زونونو ترمنځ په کندوز کرېکټ لوبغالي کې پیل شوی و، نن (چهارشنبه، د غویي ۲۳مه) د بست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د ياد جام په پای لوبه کې بست او مس‌عینک لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شوې وې، چې بست د لوبې پچه وګټله او مس‌عینک ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس‌عینک په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ټولټال ۲۱۱ منډې جوړې کړې او سیالې بست لوبډلې ته یې ۲۱۲ منډې هدف ورکړ.

په دې پاڼۍ کې د مس‌عینک په ګټه ایمل شاهین ۷۳، ایجاز احمدزي ۴۳ او اصغر اتل ۳۹ منډې وکړې. اخوا بیا په توپ‌اچونه کې بست ته عبدالله تره‌خېل، اعجازالحق او زیت الله شاهین یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پر وړاندې یې بست لوبډلې د ۱۸ اورونو په لوبولو سره د نعمان شاه ۱۱۹ او د نجیب الله ځدراڼ ۴۳ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې سیاله لوبډله ماته کړه.

نعمان شاه په ۱۱۹ نا سوځېدلو منډو د پای‌لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کورنیو چارو وزارت پولیسو ته نوي موټرسایکلونه او چټک وسایط وسپارل

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په لړ کې په کابل کې زرګونه نوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط پولیسو ته وسپارل.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۰۰۰ عرادې موټرسایکلونه امنيتي پولیسو، ۱۰۰ عرادې د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو، ۵۰ عرادې اطفائیې او ۱۵۰ عرادې ترافیکو پولیسو ته وېشل شوي دي.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د وزارت مقام د دفتر لوی رئیس مولوي زین‌الله عابر، اداري مرستیال مولوي رحمت‌الله نجیب، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د تأمیناتي چارو مرستیال وزیر حقاني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

مسوولینو ویلي، چې له دې وروسته به د پولیسو د هر ارګان وسایط ځانګړی او مشخص رنګ ولري او د همدې تګلارې له مخې به پخواني وسایط هم په ټاکلو رنګونو رنګ شي، ترڅو د پولیسو بېلابېل ارګانونه په اسانه وپېژندل شي.

ویناوالو د امنیتي ځواکونو پر معیاري تجهیز ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغو موټرسایکلونو او چټکو وسایطو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو د چټکتیا، د ښاریانو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ د څه باندې ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالولو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي په ۲۳مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رییس مولوي فیض‌الله تمیم او د هندي نړیوال شرکت (TCRC) د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا د تړون له مخې به، یاد شرکت به د پینځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، پرمختللي تجهیزات به برابر او نصب کړي او همداراز به شته تجهیزات ترمیم کړي.

په دې پروژه کې د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره د بهرنیو متخصصینو معرفي، د کورنیو او بهرنیو روزنیزو پروګرامونو جوړول او د نړیوالو معیارونو د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې هم شاملې دي.

د تړون له مخې، د معیار او کیفیت ادارې د مسلکي کارکوونکو لپاره به د روزنې ځانګړي پروګرامونه عملي کېږي او د معیارونو له نړیوال سازمان (ISO) څخه د نړیوالو باوري کیفیتي تصدیق‌لیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم پر مخ وړل کېږي.

کابل کې پر ۸۶ جریبه ځمکه نړیوال کرېکټ کمپلکس جوړېږي

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، د  کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو سیمه کې، د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس پروژې رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ستر ورزشي کمپلکس په ۸۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې د څه باندې ۴۰ زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت به ولري.

یادې ادارې زیاته کړې، په دغه کمپلکس کې، یو عمومي او دوه فرعي لوبغالي، ستر مېلمستون، لوی جومات، رویال باکس، د لوبغاړو د اړتیا وړ خونې، د شپنیو سیالیو لپاره د څراغونو او رڼا مجهز سیستم، د رسنیو او مبصرینو لپاره به عصري خونې او نورې اړوند اسانتیاوې شاملې دي.

دغه‌راز په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا د مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، اسلامي امارت د ورزش برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي د ورزشي زیربناوو د پراختیا لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کرېکټ دا ستره پروژه به د افغان لوبغاړو د ودې او د هېواد د ورزشي پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.

ورته مهال د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه ویلي، چې د کرېکټ د پراختیا ترڅنګ د معیاري لوبغالو جوړول هم د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې به درې میدانونه، احاطوي دېوال، د شپې څراغونه او اړوند پویلینونه جوړ شي او وروسته به نورې رغنیزې چارې هم په پرله‌پسې ډول بشپړې شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام له اجراییوي مرستیال سره د بشري مرستو او کاري فرصتونو په اړه خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له اجراییوي مرستیال کارل سکاو او په افغانستان کې د دغه سازمان له مسوول جان ایلیف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اقتصاد پر پیاوړتیا، له اړمنو خلکو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې کارل سکاو د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام به د جګړو او طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو کورنیو او همداراز په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ، د افغانستان له شته ظرفیتونو ګټه اخیستل او د افغانانو د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې د WFP له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، او دغه سازمان هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره له افغانانو سره لا ډېره همکاري وکړي.

کارل سکاو همداراز ویلي، چې د ځینو ستونزو سربېره به WFP له افغانانو سره د لا ډېرو مرستو د جلب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا، مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان د جګړو، سېلابونو او زلزلو له امله سخت زیانمن شوي او اړینه ده چې اړوند بنسټونه د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي هېواد ته د کډوالو پراخ بېرته راستنېدو ته په اشارې ویلي، چې په تېرو پینځو کلونو کې له پنیځو میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت له لوري یې ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال بېرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کورنیو ظرفیتونو او بشري سرچینو کارول کولی شي د هېواد اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

همداراز، په افغانستان کې د WFP مسوول جان ایلیف د دغه سازمان د روانو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي او د اسلامي امارت د پراختیايي ملي ستراتېژۍ هرکلی یې کړی دی.

نوموړي ویلي، چې اوسمهال ټول بېرته راستانه شوي افغانان د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمن شوي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هم پراخ پروګرامونه تر کار لاندې دي.

د لیدنې په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د WFP د بشردوستانه مرستو قدرداني کړې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ټرمپ: له شي جين پينګ سره په لیدنه کې به مې ډېر تمرکز پر سوداګرۍ وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چین ته له روانیدو وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په لیدنه کې به د نوموړي ډېر تمرکز پر سوداګرۍ وي.

ټرمپ زیاته کړې، که څه هم له شي جین پینګ سره په لیدنه کې به د ایران موضوع لومړیتوب ونه لري، خو له نوموړي سره به په دې تړاو «اوږدې خبرې» وکړي.

خو ټرمپ په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې یا به له ایران سره هوکړه وکړي او یا به یې سخت وځپي.

د یونیسف ویاند: د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په لویدیځه غاړه کې هره اونۍ یو فلسطینی ماشوم شهید شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویاند جیمز الدر په جینوا کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیل راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۷۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په منځنۍ کچه هره اونۍ یو فلسطینی ماشوم شهید شوی او په همدې موده کې شاوخوا ۸۵۰ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د یونیسف د ویاند په وینا، په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې فلسطیني ماشومان د اسرائیلي عسکرو او د اشغالي ښارګوټو د مېشتو کسانو له‌خوا له بېلابېلو تاوتریخجنو پېښو سره مخ دي، چې ډزې، د چاقو بریدونه، وهل ټکول او د مرچ‌سپرې کارول هم پکې شامل دي.

پکتيا کې ۱۰.۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د روغتيايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له (Health Net_ TPO) موسسې سره د څه باندې ۱۰ میلیونه او ۳۴۹ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو.

دغه تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت اوسېدونکي له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او یو زر او ۵۳۸ تنو ته به د کار زمينه هم برابره شي.