د کابل پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو نږدې ۴ زره زدهکړیالان فارغ شول.
د کابل پوهنتون مسولینو تازه فارغ شويو زدهکړیالانو ته د زده کړو د دوام سپارښتنه کړې او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي، چې په اړوند برخو کې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د دې تر څنګ نویو فارغ شویو ځوانانو له دولتي او خصوصي سکټورونو غوښتي، چې د کاري فرصتونو برابرولو سربېره بهرنیو هېوادونو کې د ماسټري او دوکتورا تر کچې د زدهکړې زمینه ورته برابره کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې د یادو ۴ زره فارغ شویو زدهکړیالانو له ډلې شاوخوا ۱۵۰۰ نجونې دي، چې په بېلابېلو څانګو کې يې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې دي.