د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په روسیه، چین، قطر، ترکیه، متحده عربي اماراتو، ایران، پاکستان او اوزبیکستان کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له فرهنګي اتشو سره د ستونزو د حل او د چارو د لا ښهوالي په موخه انلاین غونډه وکړه.
په دې ناسته کې مولوي قدرت الله جمال د فرهنګي اتشو کړنې او لاستهراوړنې مثبتې ارزولې او ویلي یې دي، چې په راتلونکي کې به هم د ستونزو د حل په موخه ورته ناستې دوام ومومي.
فرهنګي اتشو هم خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، چې د مسولینو له لوري د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

