د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت لهخوا د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې له ۴۰۰ څخه زیاتو ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره مشورتي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې له سوداګریز وارداتي شرکتونو څخه په ګمرک کې پر یوځای د ثابتو مالیاتو اخیستلو په اړه خبرې شوې دي.
په لومړي سر کې د هېواد ملي سوداګرو او صنعتکارانو له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې دوی ته یې بې شمېره سهولتونه رامنځته کړي او د همدې سهولتونو په ترڅ کې سوداګرۍ او صنعت د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی.
ملي سوداګرو او صنعتکارانو د سوداګرۍ کچې د لا پراختیا په موخه په ګډه غوښتنه کړې، چې له سوداګریزو وارداتي شرکتونو څخه دې پر یو ځای ثابت مالیات واخیستل شي.
دوی ویلي، په دې سره به وتوانېږي چې د خپلو سوداګریزو انتقالاتو حجم څو برابره زیات او ټول وارداتي سوداګریز شرکتونه به د مالیاتي بررسۍ له ستونزو خلاص شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده موضوع به د وروستۍ پرېکړې نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون او بیا د اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام ته وړاندې شي.

