ازموینو ملي ادارې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، ۱۴ فارغانو او علمي سویې تثبیت ۲۵ تنه مخکښ بریالي، چې د هېواد په کچه یې لوړې نومرې اخیستې وې وستایل.
د ستاینې په مراسمو کې ازموینو ملي ادارې مشرتابه شیخ عبدالباقي حقاني، د کورنیو چارو مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د ځوانانو مرستیال قاری محمد یونس راشد، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال مولوي محمد فقیر، خصوصي شرکتونو استازو او نورو بېلابېلو ادارو مسولینو ګډون کړی وو.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینو کامیابانو او د هغوي کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ځوانانو ته د کیفیت لرونکو او اغېزمنو زده کړو د زمینو برابرولو لپاره د اسلامي امارت د هلو ځلو په تړاو معلومات ورکړي.
شیخ عبدالباقي حقاني ویلي، افغانان په دیني او عصري برخو کې د علم ودې ته اړتیا لري او د دواړو برخو په پیاوړتیا سره د ولس او اسلام خدمت کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم نوره نړۍ عصري علومو ته د ټولنې د پرمختګ لپاره د یو ضرورت په سترګه ګوري خو د افغانستان مسلمان ملت ورته د یو عبادت په نظر ګوري، ځکه د عصري علومو پر مټ کولی شو د اسلامي نظام استحکام تضمین کړو، په عصري میدان کې قوت پیدا کړو او د نظام لپاره د مثبتو تبلیغاتو په برخه کې پیاوړی بشري ځواک وروزو.
د ځوانانو مرستیال، کورنیو چارو وزارت مرستیال او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال د ځوانانو د تعلیمي او مسلکي وړتیاو پر لوړولو او هغوی ته د مناسبو امکاناتو برابرولو په تړاو خبرې وکړې.
یادو مشرانو په خپلو خبرو کې له ځوانانو غوښتي، چې بهرنیو هېوادونو ته له بې هدفه ورتللو څخه ډډه وکړي او په خپل هېواد کې په پاتې کېدو سره خپلو خلکو او وطن ته د خدمت جوګه شي.
د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې یو تن مشر ګډونوال حاجي محمد سالم چې په ازموینه کې د فراه ولایت شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شوی ویلي، ځوانان یې د زدهکړو په لاره کې همت ته هڅولي او د ازموینو ملي ادارې د شفافو کړنو څخه یې مننه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې لپاره چې په کانکور ازموینه کې پر عدالت او روڼتیا باوري شوی وو، په ازموینه کې یې ګډون وکړ او له امله یې د خپلې خوښې څانګې ته بریالی شوی دی.
د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینو د مخکښو کامیابانو په استازیتوب د کانکور عمومي اول نومره محمود منصوري او د خامسه درجې تثبیت ازموینې اول نومره سید عبدالله د ازموینو پروسې شفافې یادې کړې او د ځوانانو تشویق پروګرامونو له امله یې د ازموینو ملي ادارې رییس او اړوندو ادارو مسولینو له هڅو مننه کړې.
د مراسمو په پای کې د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د دې ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او بېلابېلو ادارو مسولینو له خوا د ازموینو مخکښ کامیابانو ته د کانکور ایوارډونه او چمتو شوې ډالۍ ووېشل شوې.