د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ولایت د دواب ولسوالۍ له ماوۍ په بېلابېلو کانونو کې ترلاسه شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ازادې بولۍ له لارې په ۱۵۰ میلیونه افغانیو وپلورل شوې.
د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سید الرحیم عمیر ویلي، په دې ډبرو کې کونزایټ، بیروج، مارګنیټ او بلور شامل وو، چې ټولټال وزن یې اته ټنه ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ازادې بولۍ په دغه پروسه کې شاوخوا ۲۰۰ داخلي سوداګرو ګډون کړی و.
ښاغلي عمیر ویلي، چې له یادې بولۍ څخه به ۱۵ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته داخلې شي، چې دا چاره نه یوازې د روڼتیا ښکارندوی ده، بلکې د کانونو له عوایدو څخه د دولت د عایداتو زیاتوالي لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي.

