ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له نړیوال او اسیا پراختیايي بانکونو سره د عامې روغتیا وزارت د پروژو تړونونه تر ۲۰۲۶ پورې غځول شوي

د عامې روغتیا وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د تېر یوه کال کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلی، تېر کال یې له نړیوالو همکارو سازمانونو سره ښه همغږي لرلې ده، چې په پایله کې یې له نړیوال او اسیا پراختیايي بانکونو سره د وزارت د پروژو تړونونه د ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه پورې غځول شوي دي.

د ښاغلي جلالي په وینا، عامې روغتیا وزارت له چین سره د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو مرستې او له هند سره د اندراګاندي روغتون د یوشمېر برخو د جوړېدو او پراختیا لپاره د مرستې لومړنۍ خبرې کړې دي.

یاد وزارت په افغانستان کې د عمان او ایران هېوادونو د نیمه‌پاتې پروژو د بیا پیل او د قطر له لوري د مور او ماشوم د ۴۰۰ بستریز روغتون د چارو د پیل اړوند هم لومړنۍ خبرې کړې دي.

سربېره پر دې مسولینو ویلي، چې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړولو بودیجه تصویب او لومړني پړاوونه یې پیل شوي او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ۲۰ نورو روغتونونو د جوړولو چارې هم پيل شوې دي.

دغه‌راز تېر کال د ۱۷۴ نیمګړو پروژو له جملې څخه د ۱۲ چارې بشپړې شوې او ۲۰۲ روغتیایي مرکزونو ارتقا کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت مسولینو زیاته کړې، د خصوصي سکټور په برخه کې د هېواد په کچه ۳ زره او ۵۲۶ خصوصي روغتیایي مرکزونه ثبت شوي، چې له جملې یې ۳۸۲ مرکزونو تېر کال د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي. د دې مرکزونو په فعالیت سره نږدې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره غیرې مسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

سربېره پر دې د ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۳۸۸ لوی او واړه قراردادونه شوي او د ۲.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د هېواد ۲۲ مرکزي روغتونونو ته دوا، تجهیزات، خوراکي توکي او تېل تدارک شوي دي.

د مسولینو په خبره، عامې روغتیا وزارت تېر کال د درملو، خوړو او څښاک اوبو څه باندې ۷۱ زره او ۷۷۲ نمونې ازمویلې، چې له جملې یې ۹۲۸ بې‌کیفیته تشخیص شوې او ۴ زره او ۱۸۸ نورې د بېلابېلو دلایلو له امله رد شوې دي. دغه راز په مرکز او ولایتونو کې ۱۰۷۷ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د دې تر څنګ د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي تدوین او تصویب شوې او ۶ تقنیني مسودې، دوه طرزالعملونه، ۲۰۰ منشورونه، ۱۵ لایحې او ۷۰ روغتیایي لارښودونه هم چمتو شوي دي.