ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان ووشو کارانو د چین په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، چې د چین د شانګهای ښار په کوربتوب د ووشو اسیایي سیالیو ۱۲م پړاو کې افغان لوبغاړو یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

په دې سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد طه اسحاقي د تالو په سبک کې د مکاو او برونای سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال او احمد اکبري د ساندا په سبک او ۵۲ کیلو وزن کې، له یوه استراحت او د ترکمنستاني سیال په ماتولو سره د برونزو مډال ګټلی دی.

په یادو سیالیو کې د افغانستان اووه کسیزې ووشو لوبډلې ګډون کړی، چې پینځه ورزشکاران او دوه د فدراسیون استازي پکې شامل دي.

 د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام کوي.