د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، مل پلاوي او د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د اختیار الدین له تاریخي کلا او هریوا دارالفنون څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي احمدالله متقي د اختیار الدین د تاریخي کلا پر اهمیت او ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، اختیارالدین کلا د هرات له مهمو تاریخي او کلتوري نښو څخه ده، چې نه یوازې د دې ښار تاریخي هویت څرګندوي، بلکې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب لپاره هم یو مهم ځای ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د هریوا دارالفنون هم د اختیار الدین کلا په دننه کې یو فرهنګي او تعلیمي مرکز دی، چې د هرات د هنر او کلتور د ساتنې او پراختیا لپاره ځانګړی شوی دی.
د ښاغلي متقي په وینا، دا مرکز د خطاطۍ، تسبیح جوړونې، د سپینو زرو کارونې او نورو اصیلو هراتي هنرونو د روزنې لپاره فعالیت کوي او هنرمندانو ته داسې چاپېریال برابروي، چې خپل هنري اثار پکې جوړ او نندارې ته وړاندې کړي.
مولوي قدرت الله جمال د هرات له تاریخ او تمدن د ستاینې تر څنګ د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د وزارت پر هڅو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د اختیار الدین کلا په څېر د تاریخي بنسټونو بیارغول او د فرهنګي مرکزونو پیاوړتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. دغه زېربناوې نه یوازې د افغانستان د تاریخ او هنر خزانه ده، بلکې زموږ د ملي هویت د پیاوړتیا او د ګرځندوی د ودې لپاره مهمې شتمنۍ ګڼل کېږي.

