عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د هرات او د دې ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د علماوو شورا او د جنوب غرب حوزې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د جنوب غرب حوزې د تمیز رییس، د دارالافتاء عمومي رییس، د دیني خپرونو د کره کتنې ادارې رییس او د کندهار ولایت د یو شمېر ریاستونو ریيسانو شتون درلود.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو مسوولینو د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، له انبیاء علیهم السلام وروسته د ټول انسانیت د اصلاح مسوولیت د علماء کرامو پر ذمه دی، ځکه دوی د انبیاوو علیهم السلام ورثه او نایبین مقرر شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، علما د دين په ساتنه مکلف دي، الله پاک دوی مسول کړي دي په حاکمانو او سلاطینو باندې او خلک مکلف دي چې د علماء کرامو اطاعت وکړي او د دوی محاسبه له الله پاک سره ده، د علماوو ذمه واري او منصب ډير دروند دی او حساب یې ګران دی، د اخیري زمانې په فتنو کې دین او د اسلام احیا او د شریعت حاکمول ډیره لویه خبره ده.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي، اوس علما مکلف دي چې د حکومت او سیاست له لارو به دین، اسلام او شریعت راپورته کوي او نافذوي به یې.
نوموړي زیاته کړې، اوس د خلفاء راشدینو وخت نه دی، هغوی خو مجتهدین وو، موږ خو ډير عاجزه یو، په دې اخیري زمانه کې تعاون او یو د بل مرستې ته مو ډیره اړتیا ده، نو اړینه ده چې علماء کرام په خپلو منځونو کې یو له بل سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د اسلام د ورکولو لپاره ډير زر، زور او پیسې کارول شوي وې او په خلکو کې یې د شریعت جذبات، اسلامي فکر، تقوا، دینداري او ایمانداري هرڅه تغیر کړي وو، مدارسو او پر علماء کرامو چاپې وهل کېدې او د ختمولو لپاره یې کوښښ روان وو او د فحاشۍ لپاره یې لارې خلاصولې.
نوموړي زیاته کړې، په تیرو ۲۰ کلونو کې لکه څنګه چې د افغانانو کورونه، جایدادونه او ښارونه خراب او ویجاړ شوي، همدارنګه د افغانانو معنویات هم خراب او ویجاړ شوي او اوس هم هڅې روانې دي، تر څو دا نظام ضعیفه کړي او د علماء کرامو په منځ کې تفرقه او اختلاف واچوي، تبلیغات کوي او د نظام د کمزوري کېدو کوښښ یې روان کړی دی او غواړي خلک پر علماء کرامو بې اعتماده او پر دیني طبقه یو داغ جوړ کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ویلي، څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ ډول اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته، نو په کار ده چې علما باید له همدې موقع څخه ګټه واخلي او د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرامینو په تطبیق سره د فتنو دروازه بندیږي او د شریعت د نافذولو لپاره لاره خلاصه او اسانه کیږي، د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي، د خلکو د مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړئ، اختلافات او بدۍ د خلکو ترمنځ ورک کړئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره خپل بیعت تجدید او ژمنه یې کړې، چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به یې وي.

