د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په اتمه نېټه د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستله.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دې فابریکې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي او دا د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کولای شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې دې.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دې محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
همداراز اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبو لګولو د سیسټمونو ښهوالي، د سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بستهبندۍ ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم بللي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره پر سیمهییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نیکهمرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې، چې پرمټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخه شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي تر څو د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دې دهلیز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړې دي، تر څو افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د دې فابریکې د پرانیستې پرمهال د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او پانګوالو رول مهم بللی او ویلي يې دي، چې پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټول پانګهوال پر کرنه او صنعت سربېره، د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ترانسپورټ او خدماتو په برخو کې هم پانګونه کولای شي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکې مسولینو د پانګونې او فعالیت د پيل هرکلی کړی او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د فابریکې له مسولینو غوښتي، چې د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بستهبندۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سمون د ممیزو پروسس فابریکه پر ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالر پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
د دغه فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېتانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر شي.

