امریکا د خپلو پینځو وګړو د ازادولو په موخه د ایران ۶ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني ازادېدل تصویب کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ایران کې د نیول شویو پینځو امریکايي وګړو ازادولو ته د لارې هوارولو په موخه جنوبي کوریا کې د ایران شپږ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني ایران ته د ورکولو لپاره قطر ته لېږدول شوې ده.