ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تر منځ د ۱۰ میلیارده ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او ویش په برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې د لاسلیک پر مهال د عزیزي انرژي خصوصي شرکت لوی رییس میرویس عزیزي ویلي، د اسلامي امارت په همکارۍ او ملاتړ د دغې پانګونې لپاره قوي هوډ او پوره ژمنتیا لري، چې سر له سبا به یې عملي چارې پيل شي.

عزیزي انرژي خصوصي شرکت به د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي.

په دې سره به له ۷ تر ۱۰ کلونو په جریان کې افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې بشپړې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي او ان بهرنیو هېوادونو ته به هم برېښنا صادره کړي.

د لس زره میګاواټه برېښنا څخه به څلور زره میګاواټه عامو هېوادوالو او شپږ زره نوره به صنعتي فابریکو ته ځانګړې وي، چې له مخې به یې په زرګونو نوې فابریکې جوړې شي، په میلیونونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به د پام وړ پرمختګ وکړي.

د دغه تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته به سبا ورځ (د اسد میاشتې ۱۲مه) د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي انرژي خصوصي شرکت تخنیکي ټیمونه اړوند سیمو ته سفر وکړي، د لسو ورځو په جریان کې به سروې بشپړه کړي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې ډیزاین چمتو شي.

له شپږو میاشتو وروسته به په لومړي سر کې له دوه تر درېیو زرو میګاواټو برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پيل شي.