د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسولینو سره غونډه کړې.
په یاده غونډه کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دغه ریاست د مسولینو او کارکوونکو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې سپېرې ولسوالۍ کې د (GH) روغتون لپاره له ځانګړې شوې ځمکې څخه هم لیدنه کړې ده.
په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر احمد مجاهد، د سپیرې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی و.
مولوي عبدالولي حقاني ویلي، د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوړېدونکي عمومي روغتون (GH) لپاره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو دوه ځایونه غوره کړي، چې د تخنیکي ټیم له ارزونې وروسته به یو ځای وټاکل شي او پکې به د روغتون د جوړېدو چارې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد روغتون په جوړېدو سره به د سپېرې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې حل او په دې برخه کې به ورته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

