د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک ویلي، چې نن یکشنبه (د زمري ۱۲مه) پاکستان او ایران په اسلاماباد کې د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه لاسلیکوي.
د دې هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه له ۳ میلیارده ډالرو څخه ۱۰ میلیارده ته لوړه شي.
د ایران ولسمشر د پاکستان له سفر مخکې ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه به په کال کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
ښاغلي پزشکیان همدارنګه د “یو کمربند، یوه لاره” د نوښت (OBOR) په چوکاټ کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په پروژه کې د ایران د فعال ګډون هیله څرګنده کړې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه دې هېواد ته دوه ورځنی سفر کړی دی.
دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د ښاغلي پزشکیان لومړنی رسمي سفر دی.

