ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د ازبیکستان له سفیر سره لیدنه کړې

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو بحث او نظرونه سره شریک کړي.

مولوي عبدالرحمن قاسمي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په څرنګوالي معلومات ورکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس مل پاسوال مولوي حسیب الله احمدي هم غونډې ته د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په هکله د اسلامي امارت پر ژمنتیا څرګنده او د ازبیکستان له سفیر څخه یې غوښتنه کړې، چې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د یاد معینیت سره همکاري وکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو د ازبیکستان سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف څخه غوښتنه کړې، چې په راتلونکي جوړیدونکي کانفرانس او د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم همکاري وکړي.

غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ د نشه یي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې شوي.

د ازبیکستان سفیر د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ څخه د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي ښودلې او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

دواړو لورو پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی او د نشه یي توکو سره پر ګډه مبارزه یې ژمنه کړې.