ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سلګونه پخوانیو اسرائیلي پوځي چارواکو په غزه کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده

د اسرائیلي رژیم له ۶۰۰ ډېرو متقاعدو پوځي چارواکو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، تر څو په غزه کې د جګړې سملاسي درولو لپاره پر اسرائیلو فشار راوړي.

دا لیک، چې تېره یکشنبه ټرمپ ته لېږل شوی، د پخواني لومړي وزیر اهود باراک او د موساد، د اسرائیلو د داخلي امنیت ‘شین‌بت’ او پوځ د پخوانیو مشرانو په شمول ګڼو لوړ پوړو پوځي چارواکو لاسلیک کړی دی.

دوی غوښتي، چې د اسرائیلي رژيم پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فشار راوړل شي، تر څو په غزه کې نږدې دوه کلنه جګړه پای ته ورسوي.

په لیک کې راغلي: “د غزې جګړه ودروئ! موږ د اسرائیلو د پوځ، موساد، شین‌بت، پولیسو او قول اردوګانو تر ټولو لویه ډله له تاسې غواړو، چې د غزې جګړه پای ته ورسوئ.”

غزه، چې اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې جګړه پکې پیل کړې، له خاورو سره برابره شوې ده. په دې بریدونو کې له ۶۰ زره او ۸۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

صهیونیستي یرغلګرو له کورنیو او بهرنیو فشارونو سره-سره په غزه کې خپلو وحشتونو او بریدونو ته دوام ورکړی، غزې ته تلونکي بشري مرستې یې محدودې کړې او فلسطینیان یې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ کړي دي. داسې لوږه، چې په چټکۍ سره خپرېږي او له امله یې تر دې مهاله ۱۸۰ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.