د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
له هراړخیز بحث وروسته د تخنیکي کمېټې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د ورستۍ پرېکړې نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واړندې شوه.
د دې طرحې له مخې به پر دېوالونو او د رسنیو له لارې هغه پيغامونه لیکل او خپرېږي، چې خلکو ته د برېښنا سپمولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي.
همدارنګه تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د کارګرانو ملي اتحادیې د اساسنامې د تعدیل، د یادې اتحادیې جایدادونو د برخلیک معلومولو او همداراز د کاري جوازونو د ورکړې او کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو انتقال پروژې په اړه ټاکل شوو کمېټو خپل راپورونه وړاندې کړل.
دغه راپورونه د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د ورستۍ پرېکړې نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.

