ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۳۲۱ تنه دفاعي ځواکونه د نظامي زده کړو څخه فارغ شوي

کندوز کې د ٢١٧ عمري قول اردو د ابوبکر صدیق (رض) نظامي روزنتون څخه ٣٢١ تنه دفاعي ځواکونه د نظامي زدکړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

دغه دفاعي سرتیري د درې میاشتو مسلکي او عقيدتي زده‌کړو په پایله کې دې ته تیار شوي، چې د شمال ختیځ زون په کچه په کندوز، تخار او بغلان ولایتونو کې د خپلې خاورې، نظام او هېوادوالو د ساتنې او خدمت په موخه دنده ترسره کړي.

په همدې موخه ٢١٧ عمري قول اردو کې ځانګړي مراسم ترسره شوي، چې د نورو مسولینو ترڅنګ، د کندوز والي ملا نثاراحمد نصرت هم ګډون کړی وو.

همداراز د دغو مراسمو په ترڅ کې نوو فارغ شوو سرتیرو په خپل وار زده کړي نظامي تکتیکونه د مسولینو په حضور کې نندارې ته وړاندې کړي.