ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کلکولېټر مشهور افغان ماشوم د خلیفه سراج الدین حقاني له لوري وستایل شو

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د حسابي حیرانوونکو مهارتونو له امله په دې وروستیو کې مشهور شوی افغان ماشوم سمیع‌ الله ستایلی او نغدي مرسته یې ورسره کړې دي.

افغان ماشوم سمیع‌ الله چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، دا مهال د خیبر پښتونخوا په اکوړه کې د کډوالو په یو کمپ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

خلیفه سراج الدین حقاني د ماشوم د ستاینې دې لیدنه کې له نوموړي سره د تعلیم لپاره مالي مرستې، د راتلونکو زده‌کړو ملاتړ او په خپل هېواد افغانستان کې د عزتمنده ژوند کولو ژمنه کړې او تر څنګ یې د تشویق په موخه نغدي مرسته او یو لیپ ټاپ ورته ډالۍ کړی دی.

سمیع‌الله هغه افغان ماشوم دی، چې د ریاضي په حسابونو کې بې‌ساری استعداد لري او د ګڼو پېچلو محاسبو پایلې په ډېر لنډ وخت کې وړاندې کوي.د نوموړي د استعداد ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپرې شوې دي او د خلکو پام یې ځان ته را اړولی دی.

د یادونې وړ ده، چې د خلیفه سراج‌الدین حقاني له لوري دا ستاینه نه یوازې سمیع‌الله لپاره یوه هیله‌ بښونکي لار پرانیزي، بلکې زرګونو نورو افغان ماشومانو ته هم الهام ورکوي، څو پوه شي چې که استعداد ولري، اسلامي امارت به یې غږ واوري او اړینې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.