ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه تر ځمکې لانډې مارکېټ جوړولو طرحه د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه.

له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور پر دغه تر ځمکې لاندې مارکېټ جوړولو ۹۵ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۸۳ دوکانونه به ولري.

دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه.

له هراړخیز بحث وروسته دغه طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۴۸ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۰۴ دوکانونه به ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه.

د یادې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې مالي او تخنیکي اړخونه و ارزوي او خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.