د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې اندونیزیا له شارژدافیر ناندا اوالیست سره په لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادو د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي او د پانګونې فرصتونو پر پېژندنې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د اندونیزیا شارژدافیر افغانستان کې د پانګونې فرصتونو پر پېژندنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.
همدا راز نورالدین عزیزي هم د افغانستان او اندونیزیا د سوداګریز بلانس په توازن ټینګار کړی او د یاد هېواد خصوصي سکتور ته یې بلنه ورکړې، څو افغانستان ته راشي او د پانګونې فرصتونه له نږدې وګوري.
دغه راز دواړو لوریو د پانګونې فرصتونو د پېژندنې لپاره د ګډ کاري ټیم په جوړېدو هوکړه کړې ده.

