د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د قطر، ترکیې او یو شمېر افریقایي هېوادونو د پانګوالو له ریيس دوکتور حیاتالله عتید او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې دې لیدنه کې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا انرژي تولید پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
ملا عبداللطیف منصور یادو پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د برېښنا انرژي تولید سرچینو په اړه اړین معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینګ او د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې پانګونې ته ښه زمینه برابره ده.
نوموړي زیاته کړې، چې مونږ د ټولو بهرنیو هېوادونو پانګوالو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو پانګوالو ته د برېښنا انرژۍ تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.
همدارنګه د دواړو لوریو ترمنځ ټینګار شوی، چې د برېښنا د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شي او د تخنیکي ټیمونو له لارې دې د همغږۍ ناستې ترسره شي.

