د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اغاخان بنسټ له پلاوي سره لیدنه کړې.
عامې روغتیا وزارت وایي، دې لیدنه کې چې د اغاخان پوهنتون او روغتونو رییس ډاکټر سلیمان شهاب الدین، د یاد بنسټ د روغتیا برخې رییس ډاکټر ګیجز والراوین، د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مشر او یو شمیر نورو مسوولینو شتون درلود، د افغان روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د روغتیايي خدماتو او د سرطان برخې ناروغانو په هر اړخیز ملاتړ، د روغتیايي لګښتونو اړوند د مناسبو بیو په ټاکلو او د روغتیا برخه کې په دوامداره همکارۍ خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو تر څنګ د روغتیايي سیستم پر پراخوالي، د مور او ماشوم د خدماتو پر معیاري کیدنې، شفافیت، د ظرفیت لوړونې او د لګښتونو پر معیاري کولو ټینګار کړی او د سرطان برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرمونو په اړتیا او زمینې برابرولو خبرې کړې دي.
همدرانګه د یاد بنسټ مسولینو یو شمېر روغتیايي برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د ظرفیت لوړونې په څېر نورو مهمو برخو کې به د افغانستان روغتیایي سکټور سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

