ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بادغیس کوچنی فوټبالر د معیاري تمریناتو په موخه کابل ته راغوښتل کېږي

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس مولوي احمدالله وثیق وايي، چې د بادغیس کوچنی فوټبالر د معیاري تمریناتو په موخه کابل ته را غوښتل کېږي.

ښاغلي وثیق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: “په سوشل ميډيا کې د دې ماشوم ويډيو مخې ته راغله، په ويډيو کې دا وړوکی فوټبالر په يوه خاکي ميدان کې له خپل کورني ساده لباس او پایزار سره د فوټبال لوبه کوي او په کم عمر کې يې د فوټبال په برخه کې د پام وړ مهارت حاصل کړی دی. د نوموړي تېز او تکتيکي حرکت د خلکو توجه جلب کړې. له ويډيو وروسته مي پلټنه وکړه، نوموړی د بادغيس ولايت په مرکز کې اوسېږي او نوم يې محمد عثمان دی. په بادغيس کې مو د تربیت بدني آمر ته دنده وسپارله، چي نوموړی د ورزش ادارې ته راولې، ټول ورزشي وسايل او امکانات ورته برابر کړي.”

نوموړي زیاته کړې: “په نږدې ورځو کې به محمد عثمان پلازمېنې کابل ته هم را وغواړو او د افغانستان فوټبال فدراسيون ته به يې معرفي کړو، چي د معياري تمريناتو زمينه ورته مساعده کړي.”