ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د ډیپلومونو چاپولو هوکړه لیک لاسلیک شو

د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې، چې په مالیې وزارت کې ترسره شول، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم یاده هوکړه د دواړو وزارتونو او لوړو زده کړو بنسټونو لپاره ګټوره بللې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانسان ا سلامي امارت ټول ارګانونه له یو بل سره ګډ کار او همکارۍ ته ژمن دي.

دغه راز سرپرست وزیر ویلي، چې مخکي د لوړو زده کړو وزارت اړوند تحصیلي اسناد په جرمني هېواد کې چاپیدل، چې د وخت ضایع کېدو ترڅنګ يې مالي لګښت هم درلود.

 نوموړي زیاته کړې، چې له دې وروسته به له پوهنتونونو څخه د فارغ شویو محصلانو تحصیلي اسناد د مالیې وزارت په «خوندي اسنادو مطبعې» کې چاپ او په دې سره به محصلان په خپل وخت تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

د مالیې سرپرست وزیر مولوي محمد ناصر اخوند یاد هوکړه لیک د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې مهم ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به محصلانو ته د لازمو سهولتونو ترڅنګ د دولت عواید هم زیات شي.

نوموړي د اسنادو د کیفیت په اړه ویلي، چې د پخوا په پرتله به دلته چاپیدونکي تحصیلي اسنادو کیفیت لوړ او خوندي وي.

همدارنګه د خوندي اسنادو مطبعې تجارتي رییس محمد وحید احمدزي زیاته کړې، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به ټول چاپ شوي تحصیلي اسناد لوړو زده کړو وزارت ته وسپاري.

د نوموړي په وینا، د خوندي اسنادو مطبعه له نړیوالو قوانینو سره سم تحصیلي اسناد چاپوي او په یادو اسنادو کې د هېڅ ډول جعل او تزویر امکان نشته.