ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالخالق عابد: موږ په کمو امکاناتو د هېواد ابادولو قوي هوډ لرو

جوزجان له قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رییس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د جوزجان د والي قاري ګل حیدر شفق په شمول ولایتي مسولینو، قومي مشرانو علماوو او ځوانانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د اسلامي امارت حاکمیت د څښتن تعالی له لوري لویه پیرزوینه بللې او له حکومت څخه د یاد ولایت اړوند د امو سیند د وجاړیو د تحکيماتو، د قرقین او خم اب سرحدي ولسوالیو د سرکونو رغولو او نورو پراختیایي پروژو غوښتنه کړې.

د جوزجان والي د یاد ولایت قومونو په اړه ویلي، چې دلته مختلف قومونه د وروڼو په څير ژوند کوي او اختلافونه له منځه تللي.

 نوموړي زیاته کړې، په اسلامي امارت کې د ټولو افغانانو حقوق يو شان خوندي دي.

د جرګو ریيس په خپلو خبرو کې د افغانانو له سرښندنو یادونه کړې او د اسلامي امارت د بریا راز یې تقوا او د اوامرو د اطاعت برکت بللی.

د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستيال ویلي؛ دا د الله ج یو لوی نعمت دی چې افغانانو ته یې داسي مشفق امير ورکړي، چې د ولس هرې ستونزې ته رسېدنه خپل مسوليت ګڼي.

ملا عبدالخالق عابد د قوشتېپې کانال، قشقرې نفتو استخراج او د سالنګ لویې لارې د لویو پروژو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې موږ د دې هېواد د بیارغونې او جوړولو لپاره په خپلو کمو امکاناتو کار پیل کړې دي او په لوړه کچه د هېواد ابادولو قوي اراده او هوډ لرو.