ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې د اشغال طرحې ته نړیوال غبرګونونه؛ ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو یې د نه عملي کېدو غوښتنه کړې ده

د راپورونو له‌مخې، د صهیونیستي رژیم د امنیتی کابینې له خوا د غزې ښار د بشپړ اشغال لپاره د نتنیاهې طرحې له تصویبېدو وروسته یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده کړې او د دې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، د غزې د بشپړ پوځي کنټرول په تړاو د اسرائیلو تازه طرحه باید ژر تر ژره لغوه شي.

ورته‌مهال د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د اسرائیلو له لوري پر غزه د بشپړ پوځي کنټرول طرحه “ناسمه” بللې او ویلي یې دي چې دغه اقدام به د جګړې پراخېدو لامل شي.

بل‌خوا د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جبري او دايمي بې‌ځايه‌کول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

چین هم د غزې ښار د اشغالولو لپاره د صهیونیستی رژیم د پلان په اړه «جدي اندیښنه» څرګنده کړې او پر یاد رژیم یې غږ کړی، چې سمدلاسي خپل “خطرناک عمل” ودروي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز یاده طرحه د سولې او ټیکاو لپاره ګواښ بللې او پر نړیواله ټولنه یې غږ کړی، چې د عملي کېدو مخنیوی یې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې تازه د غزې د اشغال لپاره د نتانیاهو طرحه تصویب کړې ده.