د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړېوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د شري واکسین ملي کمپاین، پولیو واکسین غوره تطبیق، د سرطان روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو، او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي، چې د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین باید په ښه توګه ترسره او د مخنیوي لپاره یې باید مناسب پلان جوړ او عملي شي.
ورتهمهال د روغتیا نړېوال سازمان مشر د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې یاده برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کار وکړي.

