ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محترم رییس الوزرا د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر ښاغلي جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.

ارګ کې په دې مناسبت جوړه شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم حضور درلود.

محترم رییس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ویې ویل؛ دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.

نوموړي همدارنګه د چین ولسي جمهوریت د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړل.

ښاغلي جاو شینګ وویل؛ چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ خوشاله یو چې په تېرو دوو کالو کې د اقتصاد، امنیت د تامین ترڅنګ فساد، جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه رامنځته شوي دي.

زه به کوښښ وکړم چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

د اسلامي امارت محترم رییس الوزرا د چین له مشرتابه څخه د سفیر په توګه د ښاغلي جاو شینګ د مقررۍ له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکی پیلامه ده.

محترم رییس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې اود اشغال له خاتمې وروسته په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ یې په ښه کچه کې یادې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله څرګنده کړه.