ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ په ډیجیټلي همکاریو ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې د مدیره پلاوي له مشر توراتبیکوف آلتیمیش توارتبیکوویچ او د قرغېزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال سنجر بولوتوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د قرغېزستان د جمهوریت د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې رییس د دې ادارې د فعالیتونو او خدماتو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د بانکونو ترمنځ تعاملات د همدې ادارې له لارې ترسره کېږي او له سیمې هېوادونو سره هم په کاري اړیکه کې یو.

نورالدین عزیزي د بین‌البانکي پروسس مرکزي ادارې د فعالیت هر کلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ډیجیټلي همکاریو ټینګار کړی دی.

 همدا راز ښاغلي توارتبیکوویچ ویلي، چې د دغې ادارې استازي هم کابل ته راځي او له اړوند ادارو سره به تفصیلي تخنیکي بحثونه وکړي.