ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېواد کې د اقتصادي ودې او د افغانانو د سوکالۍ هڅه کوي

د پنجشېر علماوو، اهل تشیع مخورو، قلم خصوصي پوهنتون بنسټګر او جاوید کوهستاني د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کړې.

پنجشېر علماوو د جهاد له کلونو او د علماوو او مجاهدینو له له بې شمېره قربانیو وروسته په هېواد کې د اسلامي نظام بیا حاکمیدل د خوښۍ وړ بللی او ویلي يي دي، چې له دې نظام څخه دفاع د ټولو افغانانو دنده ده او علما په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

د اهل تشیع مخورو د اسلامي امارت مسولینو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، د بېلابېلو ولسي پروګرامونو له لارې توانېدلي چې د خلکو ستونزې درک کړي او مسولینو ته یې ورسوي.

د قلم خصوصي پوهنتون بنسټګر پوهاند ګل رحمن قاضي په هېواد کې د امنیت پر تامین او د اسلامي نظام په ټينګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ ښوونه او روزنه د یو هېواد اصلي پایې جوړوي، چې اسلامي امارت دې ته ځانګړې پاملرنه لري.

جاوید کوهستاني د امنیت شتون د یو هېواد د ابادۍ او پرمختګ بنسټ بللی او ویلي يي دي، د امنیت له تامین سره خلک هیله من دي چې هېواد د پرمختګ او ابادۍ لور ته راوګرځي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اشغالګرو پر وړاندې د هېواد علماوو د زحمتونو او سرښندنو ستاینه کړې او په وینا یي؛ ټول خلک په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول علما دنده لري، چې د دې نظام د ټينګښت او دوام لپاره کوښښونه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د خلکو ستونزو پېژندنې په برخه کې د اهل تشیع مخورو د زحمتونو او فعالیتونو قدرداني کړی او ویلي يي دي، په هېواد کې د اسلامي نظام په حاکمیت سره د افغانانو لویه هیله په هېواد کې د امنیت تامین وو، چې ورته رسیدلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام په هېواد کې د اقتصادي ودې او افغانانو د سوکالۍ هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول حق لري، چې په هېواد کې په پوره درناوي ژوند وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې تر خپله وسه په ټولو برخو کې د خلکو ستونزې وارزوي او د هغو د حل لارې ولټوي.