ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت له‌خوا د اسد ۲۴مه  د فتحې ویاړلې ورځ ونمانځل شوه

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وايي، چې په دې هېواد کې د یاد سفارت له‌خوا د امریاکایي اشغال پای او د فتحې ورځ د اسد ۲۴مه ونمانځل شوه.

یاده نمانځغونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان سوداګرو او زده‌کړیالانو ګډون درلود.

یاد سفارت زیاته کړې، د دغې نمانځغونډې په پیل کې هغه لنډ مستند، چې د اسلامي امارت د تاسیس، د امریکايي اشغال پیل او له اشغال څخه د خلاصون پر دورو چمتو شوی وو، ګډونوالو ته وړاندې شو.

ورپسې د اسلامي امارت امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي په دې غونډه کې د دې ورځې د ارزښت، له نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبتو پالیسیو، په ځانګړي ډول له چین سره د ډیپلوماټیکو او نورو همکاریو په اړه وینا کړې ده.

ورته‌مهال د چین ولسي جمهوریت د اسیا برخې مشر ښاغلي لیو جین سونگ په خپلو خبرو کې افغانانو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او افغانستان یې د چین یو ښه ګاونډی بللی دی.

نوموړي دغه‌راز له افغانستان سره د اړیکو او بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړه ده، چې غونډه د افغانستان سفارت له لوري د افغاني دودیزو خوړو د مېلمستیا په وړاندې کولو پای ته رسېدلې ده.