په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وايي، چې په دې هېواد کې د یاد سفارت لهخوا د امریاکایي اشغال پای او د فتحې ورځ د اسد ۲۴مه ونمانځل شوه.
په دې لمانځغونډه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع الله فرهمند وینا کړې او ویلي: “نن موږ دلته د هغه تاریخي ورځې د لمانځنې لپاره راټول شوي یوو، چې د افغان ولس د اوږدې مبارزې، زغم او قربانیو پایله ده.”
نوموړي زیاته کړې، اوسنی امنیت او نظام د الله تعالی ستر نعمت دی او باید د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره ترې گټه واخیستل شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده لمانځغونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت استازو، په کوربه هېواد کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، علماوو، سياسي شخصیتونو او په ترکیه کې مېشتو هېوادوالو ګډون کړی وو.

