ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزون طبقې د ساتنې نړیواله ورځ؛ د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي اداره: چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي

د سپټمبر۱۶مه د اوزون نړیواله ورځ ده‌، چې هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د ویانا کنوانسیون او مونتریال پروتوکول غړیتوب وروسته دا ورځ هر کال نمانځې.
د ویانا کنوانسیون او د مونټریال پروتوکول د ۱۹۸ هېوادونو غړیتوب لري، غړي هېوادونه مکلف دي، چې تر۲۰۴۰کال پورې د هایدروکلورو فلورو کاربن ګازونو کارول چې د اوزون طبقې د تخریب سبب کېږي، په تدریجي ډول له منځه یوسي او د هایدروکلورو کاربن ګازونه هم د کیگلي تعدیلاتو په اساس په تدریجي ډول تر ۲۰۵۰ کال پوری له منځه یوسې.
په دې برخه کي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې یو لړ تدابیر نیولي، چې پورته ذکر شویو اهداف ته ځان ورسوي او د هغو موادو اکمال او مصرف تنظیم کړي چې د اوزون طبقې د خرابیدو باعث ګرځي.

له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت کابینې په دې وروستیو کې د منتریال پروتوکول دکیګالي تعدیلاتو طرحه تايید کړه چې موخه یې د هایدرو فلوروکاربنونوګازونو په تدریجي ډول له منځه وړل دي، باید وویل شي، چې تر دې دمه ۱۵۰ هیوادونو د کیګالي تعدیلاتو هوکړه لیکونه تصویب کړي او خپله ژمنتیا یې ښودلې ده.

دا مهال نړۍ د اقلیمي تغیراتو له ناوړو پایلوسره مخ ده ، د ځمکي د کرې ګرموالي په اوس وخت کي د نړۍ او سیمې د چاپیریال د عمده ننګونو څخه بلل کیږي ،لکه څنګه چي افغانستان لږ پرمختللی او غیر صنعتي هیواد دی، دګلخانه یې ګازونو د انتشاراندازه یې یوازي ۰.۰۸سلنه ده خود سیمې په کچه د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو زیات زیان ویني او په نړۍ کې شپږم هغه هیواد دی، چې د اقلیمي تغیراتو څخه متاثره دی .
د چاپېریال ساتني ملي اداره یوځل بیا له نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کوي، چې چاپیریالي مسایل سیاسي نه کړي او په دې برخه کي خپلې ټولې تعلیق شوي پروژې ژر تر ژره بیا پیل کړي.
همدا راز دغه اداره د اوزون طبقې د ساتنې اهمیت ته په پام سره له ټولو هیوادوالو او امارتي ادارو څخه غواړي هغه شرکتونه چی په قانوني ډول او د سهمیې مطابق نوموړي توکې واردوي ورسره مرسته وکړي او د یادو توکو د قاچاق په مخنیوي کي لازم اقدامات ترسره کړي.
همدا راز د ټولو وارد کوونکو شرکتونو او هغه ورکشاپونو چي دغه ګازونه او وسايلو سره سر او کار لري، په ساتلو کي دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو له امله یې د رامنځته کیدونکو خطراتو مخه نیول شوې وي.