ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اکبر موسسې له رییس سره د ملا عبدالغني برادر اخوند لیدنه؛ د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې شوې دي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې پر ۲۷مه پخپل کاري دفتر کې د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره وکتل.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د اکبر موسسې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دې موسسې له مسولینو یې غوښتي، چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیايي پروژو زیاتوالي او په ښه ډول تطبیق ته پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.

د اکبر موسسې رییس ویلي، چې په افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګېدو د پراختیايي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، له همدې فرصت څخه په استفادې به هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د نړیوالو مرستې راجلب او له امارتي ادارو او اړوند موسسو سره په همغږۍ یې په ښه ډول تطبیق کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له خپل لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.