ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو په اخیستلو بحث شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو اخیستلو او همداراز د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو څخه د ونډې پر بنسټ د رویالیټۍ د ورکړې موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

له بحث وروسته د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته نظر ورکړل شو، چې له زر مینځونکو شرکتونو څخه دې په میاشتني ډول په هر هکټار ځمکه د کټګورۍ له مخې، پینځه، لس او ۱۵ ګرامه د لوړ معیار سره زر د ثابتې مالیې په توګه واخیستل شي.

د سرو زرو دا ثابته مالیه به د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له زر مینځونکو شرکتونو څخه د رویالیټۍ اخیستلو پر مهال د مالیې وزارت د استازي په شتون کې اخیستل کېږي.

همدارنګه په دې غونډه کې له مفصل بحث وروسته د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته نظر ورکړل شو، چې د کوچني مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۴۵ او د شرکت ونډه ۵۵ سلنه ده.

د کوچني مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۴۰ او د شرکت ونډه ۶۰ سلنه ده.

همداراز د لوی مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۳۵ او د شرکت ونډه ۶۵ سلنه ده.

د لوی مقیاس هغه شرکتونه، چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۳۰ او د شرکت ونډه ۷۰ سلنه ده.

د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو د هغو قراردادي شرکتونو په حق کې هم دا پرېکړه د تطبیق وړ ده، چې له وړاندې څخه یې کرومایټ استخراج او اوس‌مهال په ساحه کې پراته دي.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته واستول شوې.