ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت او د قطر د خیریه بنسټ ترمنځ په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت او د قطر د خیریه بنسټ ترمنځ په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز قطري تخصصي روغتون د جوړېدو او تجهیز هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رییسانو، د افغانستان لپاره د قطر شارژدافیر ډاکټر مردف علي القاشوطي، د قطر الخیریه ټولنې مشر ډاکټر منعم شاه او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

مولوي نور جلال جلالي ویلي، د دې روغتون په جوړېدو سره به په سویل زون کې د مور او ماشوم د تخصصي روغتیایي خدمتونو ډېری اړتیاوې پوره شي.

نوموړي، د قطر دولت او د قطر خیریه ټولنې څخه د دې ټولګټې پروژې برخه کې د دوی د ملاتړ په موخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده:” زه باور لرم، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د مور او ماشوم لوی شمېر کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي”.

همدارنګه د افغانستان لپاره د قطر شارژدافیر ډاکټر مردف علي القاشوطي ویلي: ” د خوشحالۍ ځای دی، چې د دې روغتون په جوړولو سره به د مور او ماشوم مړینه کمه شي. “

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ او د میندو او ماشومانو روغتیایي حالت ښه کولو کې د دې پروژې پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد روغتون به نه یوازې د کندهار ولایت، بلکې د هېواد جنوبي ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د دې ولایتونو خلک به کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

بل لور، د قطر الخیریه رییس ډاکټر منعم شاه ویلي:” نن موږ دلته راټول شوي یو، تر څو د یو روغتون د جوړېدو هوکړه لیک، چې د قطر خیریه ټولنې له لوري په افغانستان کې تر سره کېږي، لاسلیک کړو، دا د مور او ماشوم د روغتیا او هوساینې لپاره زموږ د ژمنې یو نوی فصل دی او دا پروژه یوازې د یو ودانۍ جوړول نه دي، بلکې یوه ریښتینې ژمنه ده”.

د یادونې وړ ده، چې د دې روغتون د جوړېدو چارې به په دوه نیمو کلونو کې بشپړې او د پورته ذکر شویو څانګو سربېره به نسایي ولادي، لابراتوار، داخلې، جراحي عملیاتونو، ماشومانو او نورو مهمو او اړینو څانګو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.