په ترکیه کې د اسلامي امارت فرهنګي اتشې قاري حمدالله تمکین د یاد هېواد د بلوي ولایت د دولتي پوهنتون له رییس دوکتور مصطفی عليشارلي سره کتلي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ په تاریخي او فرهنګي ژورو مشترکاتو خبرې کړي.
پروفیسور علي شارلي ویلي، چې اوس مهال په بلو دولتي پوهنتون کې له ۵۰۰ تنو څخه زیات افغان زده کړیالانو د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د طب، انجینري، شرعیات، اقتصاد، قابلګي، نرسنګ او نورو علومو په برخه کې په زدهکړو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان زدهکړیالان مؤدبه، لایق او ځیرکه دي او تل یې د پوهنتون په علمي او فرهنګي پروګرامونو کې خپله وړتیا ښودلې ده.
د بلو ولایت دولتي پوهنتون رییس ټینګار کړی، چې تل افغان زده کړیالانو ته سپارښتنه کوي، ترڅو د خپلو زدهکړو له پای ته رسولو وروسته خپل هېواد ته ستانه او د خپل هېواد د خدمت په برخه کې هڅې وکړي.
ورته مهال، قاري حمید الله تمکین د ترکیې هېواد د علمي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل:« موږ او تاسې د لویو مشترکاتو او ارزښتونو درلودونکي یو، چې له ډلې څخه یې یو هم د مولانا جلالالدین محمد بلخي لوړ شخصیت دی چې د دواړو دوست ملتونو ترمنځ یې د فرهنګي پل په توګه رول لوبولی دی، زموږ اړیکې د ترکیې هېواد سره پخوانۍ او ټینګې دي.»

